د طالبانو حکومت ته د پاکستان د پوځ تازه خبرداری؛که د ترهګرو ملاتړ بند نه کړئ، درنه بیه به پرې کړئ

0
16

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې افغان خاوره د هیچا په ضد نه کارول کیږي، تازه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) مشر شریف چوهدري خبرداری ورکړی، که افغان طالبان د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو ملاتړ بند نه کړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.

نوموړي په یوه مرکه کې ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ (BLA) د هند نیابتي ډلې دي او له افغانستانه د دوي په ضد فعالیت کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې چې افغان طالبان د نور ولي محسود، بشیر زیب او ګل بهادر په څېر وسله‌والو مشرانو ته پناه ورکړې ده.

احمد شریف چوهدري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي، څو د وسله‌والو ډلو ملاتړ او د نشه‌يي توکو کښت او تولید بند کړي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د ډرونونو په ګډون د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي وړتیا لري.
خو په افغانستان کې طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد په ضد نه کارول کېږي.
تازه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ایلم نیوز سره په مرکه کې د پاکستان تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې پاکستان داعش او يو شمېر نورې ډلې د افغانستان د نا امنه کولو لپاره هڅوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ