د عطاء محمد نور په مشرۍ د جمعیت اسلامي ویشل شوې څانګه وايي، دا ګوند به هېڅکله د بهرنیانو په نیابتي ځواک بدل نه شي.
نوموړي پرته لدې چې د چام واخلي خپلو سیاسي سیالانو ته خبرداری ورکړی، چې دی دې د ناویلو خبرو ویلو ته نه اړ باسي، ځکه په خبره یې، د ډېرو پټو مسایلو په اړه معلومات لري او چوپتیا یې د ناپوهۍ، نه بلکې د ادب او زغم له امله ده.
نور ټینګار کړی، چې د ده تاریخي دریځ، ټولنیز محبوبیت او سیاسي ځایګی د سیالانو په تخریب او سپکاوي نه کمېږي.
هغه همداراز ویلي، که اړتیا پېښه شي، پخواني مبارزین به یو ځل بیا میدان ته راووځي.


