د طالبانو حکومت رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د افغانستان لپاره د بلاروس د غیرمقیم سفیر او ځانګړي استازي الکساندر اوګورودنیکوف باورلیک ومانه.
د باورلیک سپارلو په مراسمو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ریاستالوزراء د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او د همکاریو د زیاتېدو په اړه خبرې وشوې.
ملا محمد حسن اخوند وویل، د بلاروس د سفیر د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل ښکارندويي کوي او افغانستان چمتو دی چې په سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي برخو کې له بلاروس سره همکاري پراخه کړي.
بل لور ته، د بلاروس سفیر د خپل ماموریت له پیلېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګري زیاته کړي.
هغه زیاته کړه، په وروستیو کې بلاروس ته د طالبانو حکومت د بېلابېلو پلاوو سفرونو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو باور لا پیاوړی کړی دی.


