نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د پاکستان د بېوزلۍ د کچې د لوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په ترڅ کې په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلنې ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان شاوخوا ۷۲.۶ میلیونه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.
همداراز، ۲۳ سلنه وګړي یا څه باندې ۵۷.۶ میلیونه کسان هره ورځ له درېیو ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.
نړیوال بانک زیاتوي، د پاکستان ۴۷.۹ سلنه وګړي هره ورځ له ۴.۲۰ ډالرو او ۸۷.۱ سلنه وګړي له ۸.۳۰ ډالرو څخه کم عاید لري.
د راپور د شمېرو له مخې، په کلیوالو سیمو کې څو اړخیزه بېوزلي ۵۶.۴ سلنې او په ښاري سیمو کې ۳۴.۴ سلنې ته رسېږي.
نړیوال بانک د خوراکي توکو، برېښنا، ګاز او تېلو د بیو لوړوالی، اقتصادي رکود او د خلکو د عایداتو کمښت په پاکستان کې د بېوزلۍ د زیاتېدو مهم لاملونه بللي دي.
راپور زیاتوي، د ژوند د لګښتونو لوړوالي په ځانګړې توګه ټیټ عاید لرونکي او بېوزله کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.


