په خیبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو مسوولین وايي، د ثبت او راجستر په پلمه پرې فشارونه زیات شوي او ګواښ ورته شوی، چې که د نوملیکنې فورمې په دوو ورځو کې بشپړې نه کړي، مدرسې به یې وتړل شي.
د اتحاد تنظیمات مدارس مشر مولانا حسین احمد په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د ټولو مدرسو د ثبت لپاره درې میاشتې وخت ورکړل شوی، خو د فورمو سپارلو لپاره یوازې دوه ورځې مهلت ټاکل شوی دی.
نوموړي ویلي، دوی د مدرسو له قانوني ثبت سره مخالفت نه لري، خو د نوملیکنې له اوسني بهیر سره موافق نه دي.
د هغه په وینا، د فورمو له لارې د مدرسو د مدیرانو سیاسي تړاوونه او د عوایدو سرچینې هم پوښتل کېږي.
نوموړي ادعا کړې، چې مدرسې د خلکو په کورنیو بسپنو چلېږي او شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ لکو زدهکوونکو ته وړیا زدهکړې برابروي.
بل لور ته، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر بلور ویلي، حکومت غواړي د مدرسو نصاب او له بېلابېلو اشخاصو او ډلو سره د هغوی اړیکې وڅېړي؛ ځکه د نوموړې په وینا، دغه ایالت له امنیتي ګواښونو سره مخ دی.


