افغان لوبډلې سکاټلنډ مات کړ؛ د هانګ کانګ شپږیزو پایلوبې ته ووت

0
13

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هانګ کانګ شپږاوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او د سیالیو پایلوبې ته یې لار وموندله.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او سکاټلنډ ته یې د ۱۲۲ منډو هدف کېښود.

افغان توپ اچوونکو بیا د هدف په دفاع کې اغېزناکه لوبه وکړه او سکاټلنډ ونه شو کولای ټاکل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان لپاره ګلبدین نایب او کریم جنت یوه-یوه ویکټ واخیسته او په دې سره افغانستان د سیالیو پایلوبې ته ورسېد.

ټاکل شوې، افغان لوبډله سبا د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۱:۴۰ بجو په پایلوبه کې له استرالیا سره مخ شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ