د ترکیې استخباراتو؛د داعش خراسان څانګې یو غړی د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه نیولی

0
15

د ترکیې ملي استخباراتي ادارې (میت) د اوغور بهادر په نوم د داعش خراسان څانګې یو غړی د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه په یوه عملیاتو کې نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې، اوغور بهادر چې د «عبدالله» په مستعار نوم یې فعالیت کاوه، شاوخوا دوه کاله مخکې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه سیمې ته تللی او له داعش ډلې سره یوځای شوی و.

راپورونه زیاتوي، نوموړي له داعش سره تر یوځای کېدو وروسته د دې ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت درلود او بېلابېل مسوولیتونه یې ترسره کول.

د ترکیې د رسنیو په وینا، استخباراتي څېړنو څرګنده کړې چې بهادر د داعش خراسان څانګې د رسنیزې برخې له یوه مسوول احمد کازانجي سره همکاري لرله، چې په «ابوعبیده» او «ابوابراهیم» نومونو هم پېژندل کېږي.

د ترکیې استخباراتي ادارې د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) د نوموړي د نیولو خبر خپور کړی، خو د عملیاتو کره ځای او نېټه یې نه دي په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ترکیې او پاکستان استخباراتي ادارو په ګډو عملیاتو کې د اوزګور التون په نوم یو بل کس هم د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه نیولی و.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۱۱مه ترسره شوي وو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ