د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د قطر یوه لوړپوړي پلاوي د دغه هېواد د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د ارشد سلاکار په مشرۍ نن سهار تهران ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې، قطري پلاوی د ایران له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو تحولاتو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.
تر اوسه د پلاوي د سفر د اجنډا او له ایراني چارواکو سره د لیدنو د دقیق مهالوېش په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


