پاکستان: په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني شپږ میاشتې وروسته پای ته رسېږي

0
15

د پاکستان حکومت وايي، په خیبر پښتونخوا کې به د والي واکمني تر شپږو میاشتو وروسته پای ته ورسېږي، خو بېړنی حالت به تر هغه وخته دوام ولري چې په ایالت کې امنیت ټینګ شي.

د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چوهدري د چهارشنبې په ورځ په ملي اسمبلۍ کې وویل، حکومت هڅه کوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې سوله او ثبات بېرته ټینګ کړي.

نوموړي څرګنده کړه چې د اساسي قانون د ۲۳۴مې مادې له مخې د والي واکمني پر ټول ایالت عملي شوې او د ۲۳۲مې مادې له مخې د امنیتي ګواښونو له امله په ټول خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ دی.

چوهدري هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې دغه اقدامات یوازې ۱۲ ولسوالیو ته محدود دي.

د هغه په وینا، د والي واکمني او بېړنی حالت د ټول ایالت لپاره دي، خو هغه ۱۲ ولسوالۍ چې تر ټولو ډېرې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي، ځانګړی وضعیت لري.

د پاکستان فدرالي حکومت د اکتوبر په ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني او بېړنی حالت اعلان کړل.

له دې پرېکړې وروسته د ایالتي حکومت واکونه وځنډول شول او د ایالت اعلی وزیر سهیل افریدي هم ونیول شو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ