د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له ایران سره روانه پوځي شخړه په یوه نه ختمېدونکې جګړه بدله نه کړي او نه به اجازه ورکړي چې امریکا یو ځل بیا په منځني ختیځ کې په اوږدمهالو او لګښتلرونکو جګړو کې ښکېله شي.
ونس دغه څرګندونې د ټکساس ایالت له رایه ورکوونکو سره په یوې غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، له اوږدمهالو جګړو سره مخالفت په دې معنا نه دی چې امریکا به په بشپړه توګه د پوځي ځواک له کارولو ډډه وکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار کړی، چې ټرمپ به له ایران سره د امریکا د ټاکل شویو موخو له ترلاسه کولو وروسته د خپلې ادارې نورو لومړیتوبونو ته پام واړوي.
د ونس دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له ایران سره د پوځي شخړې د پراخېدو او د امریکا د احتمالي اوږدمهالې ښکېلتیا په اړه اندېښنې دوام لري.


