ختیځې لیبیا د افغانانو او ایرانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه

0
7

د لیبیا په ختیځ کې واکمن حکومت افغانستان او ایران د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي، چې اتباع یې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې ختیځې لیبیا ته د ننوتلو اجازه نه لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغه حکومت د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د افغانستان او ایران هغه وګړي چې قانوني استوګنیز اسناد نه لري، له سیمې وباسي.

حکومت د دې پرېکړې لپاره کوم مشخص دلیل نه دی اعلان کړی.

د نوي بندیز له مخې، د ډیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو غړي او د هغوی کورنۍ، همدارنګه د روغتیا او پوهنې برخو هغه کارکوونکي چې معتبر کاري جوازونه ولري، له دې محدودیتونو مستثنا دي.

ختیځ حکومت له دې مخکې هم د سوډان، اریتریا، ایتوپیا او سومالیا پر اتباعو ورته محدودیتونه لګولي وو.

لیبیا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دوو سیالو حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده؛ ختیځ د اسامه حماد په مشرۍ له خلیفه حفتر سره د متحد حکومت تر کنټرول لاندې دی، په داسې حال کې چې په طرابلس کې د عبدالحمید دبیبه حکومت واک لري.

لیبیا د اروپا پر لور د افریقايي او نورو هېوادونو د کډوالو د تګ یوه مهمه لاره ده او د ملګرو ملتونو د جون د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې له ۹۰۰ زرو ډېر کډوال ژوند کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ