د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ۱۶ زره ټولنیزو کارکوونکو او واکسیناتورانو په هڅو ۱۲.۷ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.
دغه بنسټ وايي، په دې بهیر کې ښځینه واکسیناتورانې هم مهم رول لري او د ماشومانو د واکسینولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
یونیسف د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) پر خپله اېکسپاڼه په خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې د دغه سازمان او د طالبانو حکومت ادارو په همکارۍ د ښځو په ګډون ۱۶ زره کسان د پولیو د مخنیوي په کمپاین کې بوخت دي.
د یاد صندوق په ویډیو کې یوې ښځینه واکسیناتورې عفیفې ویلي، چې د دوی هڅې به تر هغه دوام ولري، څو پولیو په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
یونیسف ټینګار کړی، چې د هر ماشوم لپاره له پولیو پاکه نړۍ ممکنه ده، خو د دې موخې ترلاسه کول د واکسیناسیون د کمپاینونو دوام او د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې په سیمهییزه کچه خپرېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ هغه شمېر چې د تېر کال په پرتله د دې ناروغۍ د زیاتوالي ښکارندويي کوي.


