د افغانستان د ۵.۲ درجې زلزلې په اړه تازه معلومات ښيي چې د دې زلزلې مرکز د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ سوېللوېدیځ لوري ته شاوخوا ۵۹ کیلومتره واټن کې و.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، زلزله د ځمکې په ۱۱۰ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
د زلزلې ټکانونه د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې احساس شوي، خو تر اوسه د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه د پام وړ رسمي راپور نه دی خپور شوی.
د زلزلې لومړنۍ اندازه ۵.۸ درجې اټکل شوې وه، خو وروسته د زلزلهسنجي مرکز له لوري ۵.۲ درجې ته راکمه شوه.


