د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نړیوالو چارو پخواني سلاکار، سید ذوالفقار بخاري، د پاکستان په بهرني سیاست سختې نیوکې کړې دي او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد سیمهییزې اړیکې له جدي ننګونو سره مخ دي.
نوموړي ویلي، پاکستان په داسې سیمه کې ژوند کوي چې د ده په وینا، ګاونډیان یې نور پر اسلاماباد باور نه لري.
بخاري ادعا کړې چې افغانستان او هند خپلې اړیکې پیاوړې کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان او دغو هېوادونو ترمنځ بېباوري د سیمهییزو سیاسي اړیکو پر وضعیت اغېز کولای شي. نوموړي د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې د ده په اند، د بهرني سیاست په برخه کې یې د هېواد د ګټو د خوندي کولو لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.
نوموړي همداراز د چینایي پانګونو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د دغو پانګونو د خوندي ساتلو په برخه کې پاتې راغلی دی.
بخاري د ایران په اړه هم د پاکستان پر سیاست نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې اسلاماباد د نورو په غوښتنه له تهران سره خپلې اړیکې زیانمنې کړې دي. هغه خبرداری ورکړی چې که د پاکستان بهرنی سیاست پر تشو ژمنو، تبلیغاتي څرګندونو او له واقعي پایلو پرته پر سیاسي نندارو ولاړ پاتې شي، ښايي په راتلونکي کې له نورو سیمهییزو او نړیوالو شریکانو سره هم د باور ستونزې پیدا شي.


