افغانستان؛د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړ

0
32

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجه‌بندۍ کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په برخه کې له انګلستان څخه مخکې شوې او اووم مقام کې راغلې ده.

افغانستان د انګلستان په پرتله یوازې یو امتیاز کم لري، په داسې حال کې چې سریلانکا د یوه امتیاز په توپیر تر افغانستان مخکې او شپږم مقام لري.

افغان ملي لوبډلې وروسته له هغې په نړیواله درجه‌بندۍ کې دا ځای خپل کړی، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ په درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ کې هېڅ لوبه ونه بایلله او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ