محمد باقر قالیباف د بریکس په پارلماني فورم کې ګډون نه کوي

0
41

د ایران د پارلمان رئیس او د دې هېواد د اټومي خبرو اترو مشر، محمدباقر قالیباف، په نوي ډیلي کې د بریکس د پارلماني فورم په ۱۲مه غونډه کې ګډون نه کوي.

په هند کې د ایران سفارت د قالیباف د نه ګډون لامل ناڅرګند او له مخکې نه اټکل کېدونکي شرایط بللي دي.

د ایران سفارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې دغه ناڅرګند شرایط څه دي او ولې له امله یې د پارلمان رئیس خپل سفر لغوه کړی دی.

د بریکس ۱۲م پارلماني فورم په نوي ډیلي کې جوړېږي او د غړو هېوادونو د پارلمانونو استازي په کې د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

قالیباف د ایران د پارلمان د رئیس ترڅنګ د دې هېواد د اټومي خبرو اترو له مهمو څېرو څخه هم دی، خو د نوموړي د نه ګډون له امله د ایران استازیتوب به په فورم کې د دغه هېواد نور چارواکي کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ