د امریکا د انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په ستراتیژیکو زېرمو کې د خامو تېلو اندازه تېره اوونۍ ۲۸۲.۷ میلیونه بېرلو ته راکمه شوې، چې د ۱۹۸۲ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د تېلو د دغو زېرمو د کمېدو لامل د امریکا هغه هوکړه ده چې له مخې یې له ستراتیژیکې زېرمې څخه د ۱۷۲ میلیونه بېرلو تېلو د ایستلو پرېکړه شوې ده.

د امریکا ستراتیژیکې زېرمې د تېلو د عرضې د احتمالي کمښت او بېړنیو حالاتو پر مهال د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کېږي.
د امریکا ستراتیژیکه پټرولي زېرمه په ۱۹۷۵ کال کې د عربي تېلو له بندیز او د انرژۍ د عرضې له بحران وروسته رامنځته شوه، څو دغه هېواد د تېلو د ناڅاپي کمښت، نړیوالو شخړو او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال د انرژۍ د عرضې د دوام لپاره بدیل ولري.

دغه زېرمه د امریکا د انرژۍ د امنیت یوه مهمه برخه ده او حکومت یې د اړتیا پر مهال د بازار د عرضې د پیاوړتیا لپاره کارولی شي.
له دغې زېرمې د ۱۷۲ میلیونه بېرلو تېلو د ایستلو هوکړې په پایله کې د تېلو د زېرمه شوې اندازې کمېدل د دې زېرمې د بیا ډکولو او د راتلونکو احتمالي بحرانونو پر وړاندې د چمتووالي پوښتنه راپورته کوي.


