د ایران د ملي امنیت عالي شورا سرمنشي محسن رضايي وايي، د لوېدیځې اسیا امنیت باید د سیمې د هېوادونو له لوري تأمین شي او په سیمه کې باید د بهرنیو هېوادونو له هر ډول لاسوهنې مخنیوی وشي.
رضايي دا څرګندونې د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ په تهران کې د څلور اړخیزو امنیتي خبرو له پای ته رسېدو وروسته کړې دي.
هغه وویل، په دې خبرو کې د څلورو هېوادونو استازي دې پایلې ته رسېدلي چې د سیمې د روانو کړکېچونو د حل یوه لاره د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ همکاري ده.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا سرمنشي زیاته کړه چې د دغې ناستې له امله په سیمه کې نوې او مثبته فضا رامنځته شوې او د ګډونوالو ترمنځ ډېرې ښې خبرې شوې دي.
په تهران کې د دوشنبې ورځې په څلور اړخیزه ناسته کې د ایران ترڅنګ د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالین ګډون کړی و.
د ناستې له پای وروسته په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې څلور واړه هېوادونه به د سیمې د سولې او امنیت په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
رضايي همداراز پر اسرائیلو غږ کړی چې په لبنان، جنوبي سوریه، غزه او لوېدیځه غاړه کې خپل بریدونه ودروي.
د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان دا څلور اړخیزه ناسته په داسې مهال ترسره شوې چې په لوېدیځه اسیا کې د بیا پوځي کړکېچ د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.


