د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د هالنډ په هاګ ښار کې د «Hague Justice Dialogues 2026» نړیوالې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان چارواکو ته د مناظرې چلنج ورکړی دی.
نوموړي ویلي، د پاکستان ټولو چارواکو ته یې ښکاره چلنج دی چې که د نړۍ پر هر نړیوال سټېج او فورم د مناظرې جرئت لري، ور دې شي.
پښتین ادعا کړې چې پاکستاني استازو هڅه وکړه د نوموړي وینا ګډوډه او غونډه سبوتاژ کړي، خو د دغو هڅو له ناکامېدو وروسته له تالاره ووتل. د هغه په وینا، د پاکستاني استازو دې چلند د غونډې د نورو هېوادونو د استازو ناخوښي هم راوپاروله.
د راپورونو له مخې، منظور پښتین د اکتوبر په ۱۵مه د یادې غونډې پر مهال د ویډیويي اړیکې له لارې وینا وکړه او د پښتنو پر وړاندې یې د پاکستان پر پوځي سیاستونو، جبري لادرکیو، هدفي وژنو او بېځایه کولو نیوکې وکړې. د نوموړي د وینا پر مهال پاکستاني استازي له غونډې ووتل.
د «Hague Justice Dialogues 2026» غونډه د اکتوبر په ۱۴مه او ۱۵مه د هالنډ په هاګ ښار کې جوړه شوې وه او د جګړو د قربانیانو د حقونو، عدالت او د بشري حقونو د سرغړونو د حسابورکونې پر موضوعاتو یي بحثونه کړي وو.


