البانیا کې د فساد او بې‌کارۍ پر ضد د محصلینو او زده‌کوونکو مظاهرې پنځمې ورځې ته وغځېدې

0
38

د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې زرګونو محصلینو او زده‌کوونکو د بې‌کارۍ او فساد پر ضد د پنځمې پرله‌پسې ورځې لپاره مظاهرې کړې دي.

مظاهره‌کوونکي د البانیا د لومړي وزیر ایدي راما د استعفا غوښتنه کوي او له نوموړي غواړي چې له واکه لاس واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د شنبې په ورځ د مظاهره‌کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوې دي؛ پولیسو د خلکو د تیت‌پرکولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز، د اوبو شیندونکي موټر او ربړي مرمۍ کارولې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ