ملګري ملتونه: د منځني ختیځ شخړې ښايي په افغانستان کې د ښځو د خوړو ناامني زیاته کړي

0
59

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د منځني ختیځ د شخړو د پراخېدو له امله ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په افغانستان او ۲۷ نورو هېوادونو کې ۱۱.۷ میلیونه نورې ښځې او نجونې د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د نوي تحلیل له مخې، په افغانستان کې ښځې او نجونې د هغو کسانو شاوخوا ۶۰ سلنه جوړوي چې د خوړو له ناامنۍ سره د مخ کېدو له خطر سره مخ دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې نږدې ۹۵ سلنه ښځې د کار له بازار څخه بهر دي او له ۸۰ سلنې ډېرې هغه ښځې چې کار کوي، په زیان‌منونکو دندو کې بوختې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اجرائیوي مدیرې مرستیالې نیارادزای ګومبونزواندا ویلي، د شخړو پراخېدل کولی شي د ښځو او نجونو پر اقتصادي وضعیت او د خوړو پر خوندیتوب نور فشار هم راولي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ