د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د متحده عربي اماراتو لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» د امریکا د کالیفورنیا له واندېنبرګ فضايي اډې څخه فضا ته وتوغول شوه.
محب ویلي، دغه سپوږمکۍ په ابوظبۍ کې طرحه، راټوله او ازمویل شوې او د سپېساېکس د «ټرانسپورټر-۱۸» ګډ فضايي ماموریت له لارې مدار ته انتقال شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې دوه کاله وړاندې «اوربټورکس» یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس یې لومړنۍ سپوږمکۍ په مدار کې فعالیت پیل کړی دی.
«التایر-۱» د ۱۰ سپوږمکیو د یوې شبکې لومړۍ برخه ده.

د اوربټورکس په وینا، دغه سپوږمکۍ د ځمکې د څارنې لپاره پنځه ډوله مدغم سنسرونه لري چې نوري، لنډې څپې انفرارېډ، حرارتي، هایپراسپکټرل او رادیويي فریکونسۍ پکې شاملې دي.
ټاکل شوې چې د دغې شبکې پاتې نهه سپوږمکۍ راتلونکی کال فضا ته وتوغول شي او ټوله مجموعه په ۲۰۲۷ کال کې بشپړ ظرفیت ته ورسېږي.
د شرکت په وینا، دغه شبکه به د ځمکې هره برخه شاوخوا هر څلور ساعتونو کې یو ځل وڅاري او د معلوماتو د واقعي وخت او خپلواک پروسس وړتیا به ولري.
د «اوربټورکس» په وینا، د سپوږمکیو معلومات به د طبیعي پېښو د څارنې، سمندري څارنې، چاپېریال ساتنې، خوړو خوندیتوب، زیربناوو او ملي امنیت په برخو کې کارول کېږي.
محب اوس د «اوربټورکس» او «مارلن سپېس» له مشرتابه سره د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت کوي.


