په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو د احتمالي لاریون د مخنیوي لپاره د حکومت د امنیتي اقداماتو له امله د هېواد د بار وړونکو موټرو او سوداګریزو توکو لېږد له ستونزو سره مخ شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، حکومت د اسلاماباد پر لور غځېدلې یو شمېر لارې د کانټینرونو په وسیله تړلې دي.

د کراچۍ په بندر کې هم د بار وړونکو کانټینرونو شمېر زیات شوی، ځکه له دغو کانټینرونو څخه د پلازمېنې د لارو د بندولو لپاره استفاده کېږي.
راپور وايي، د بار وړونکو موټرو چلوونکي شمالي سیمو ته له تګ ډډه کوي، ځکه وېره لري چې پولیس به یې موټرونه او کانټینرونه ونیسي او د اسلاماباد د لارو د تړلو لپاره به ترې استفاده وکړي.
د کراچۍ د مال وړونکو موټرو د ټولنې مشر رانا محمد اسلم ادعا کوي چې چارواکو د سپټمبر له پنځمې، د لاریون له لومړۍ ټاکل شوې نېټې څو اوونۍ مخکې، د بار وړونکو موټرو نیول پیل کړي وو.

د نوموړي په وینا، د لاریون له پیل مخکې له ۲ زرو ډېر موټرونه نیول شوي او د کانټینرونو د ځنډ له امله د ترانسپورټي شرکتونو لګښتونه هم لوړ شوي دي.
هغه وايي، یوازې د یوه کانټینر د ځنډ ورځنۍ جریمه له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پاکستانۍ روپیو پورې رسېږي.
د عمران خان د پلویانو لاریون چې لومړی د سپټمبر پر ۲۷مه ټاکل شوی و، وروسته وځنډول شو او اوس د اکتوبر پر څلورمه په اسلاماباد کې د ترسره کېدو احتمال شته.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه لاریون له مهمو غوښتنو څخه د عمران خان له زندان څخه د خوشې کېدو غوښتنه یاده کړې ده.


