د ایشین ګیمز د کرکټ په دویمه نیمه پایلوبه کې هند سریلنکا ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.
هند د سريلنکا پر وړاندې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه، خو د سریلنکا لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف ترلاسه کړي او د ټول لوبغاړي یې په ۴۵ منډو وسوځېدل.

هند د ایشین ګیمز کرکټ پایلوبې ته لاره ومونده، او تمه ده چې د اکتوبر په ۳مه به په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.
تر دې وړاندې د سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان بنګلهدېش ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې لاره موندلې وه.


