بیل ګېټس: د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یوازې پر ځان‌تنظیم بسنه نه کوي، قانوني خوندیتوبونه اړین دي

0
72

د مایکروسافټ شریک بنسټګر بیل ګېټس وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره باید د صنعت پر ځان‌تنظیم سربېره قانوني خوندیتوبونه هم رامنځته شي او د امریکا کانګرس باید په دې برخه کې قانون تصویب کړي.

ګېټس ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب او څارنې په بحث کې باید حکومت او سیاستوال شامل وي او دغه اقدامات باید الزامي شي.

نوموړي ټینګار کړی چې یوازې پر ځان‌تنظیم تکیه کول بسنه نه کوي.

د هغه په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د خوندیتوب مقررات به د دې صنعت پرمختګ په جدي ډول ونه دروي، خو د دغو اقداماتو نه پلي کول واقعي خطرونه لري.

د مصنوعي ځیرکتیا د لا سختو مقرراتو مخالفان، په ځانګړي ډول د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، وايي چې نوي محدودیتونه به په دې برخه کې چین ته برلاسی ورکړي.

ټرمپ مخکې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د نویو قوانینو غوښتنې «دوکه» بللې وې، خو ګېټس ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا خطرونه جدي دي.

ګېټس ویلي، غواړي له ټرمپ سره د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې وکړي او خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.

په همدې حال کې، ځینو امریکايي سیاستوالو د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو لپاره د «بیړني بندولو تڼۍ» د رامنځته کولو وړاندیز کړی، څو چارواکي وکولای شي د اړتیا پر مهال دغه سیستمونه ودروي.

ګېټس وايي، له داسې اقدام سره مخالفت نه لري، خو یوازې دا اقدام د ټولو احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره کافي نه دی.

د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه بحثونه وروسته له هغې هم زیات شوي چې د یوې امنیتي ازموینې پر مهال د یوه خپلواک مصنوعي ځیرکتیا سیستم د کنټرول څخه د وتلو او د یوه بل شرکت د سیستم د هک کولو ادعا مطرح شوه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ