خلیلزاد: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دوه‌ګونې لوبه باید پای ته ورسېږي

0
50

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د تېرو ۳۰ کلونو تاریخ ښيي چې د پاکستان د څرګندونو او په افغانستان کې د وسله‌والو د ملاتړ په برخه کې د دغه هېواد د کړنو ترمنځ لویه فاصله موجوده ده.

خلیلزاد ویلي، د افغانستان د جګړې پر مهال اسلام‌اباد هغو وسله‌والو ته پناه او ملاتړ ورکاوه چې د امریکا پر ضد یې جګړه کوله، خو پاکستان تل دا موضوع ردوله.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان دغه «دوه‌ګونې لوبه» باید پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان باید د اقتصادي همکاریو او پراختیا لپاره نوې پاڼه پرانیزي او دواړه هېوادونه باید هوکړه وکړي چې د یو بل د امنیت د ګواښلو لپاره به خپله خاوره نه کاروي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ