ملګري ملتونه: کونړ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

0
44

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک وايي، د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دوجاریک د خبري غونډې پر مهال وویل، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو له امله یو شمېر استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې، خو تر دې دمه له دغې سیمې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو ویاند پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د نړیوال بشري قانون اصول رعایت کړي. هغه وویل، ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ