د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد دفتر ویلي، د روان کال د بشري مرستو غوښتنه تر سپټمبر نیمایي پورې یوازې ۳۱ سلنه تمویل شوې ده.

اوچا زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې د افغانستان لپاره پر پر وخت او کافي تمویل ټینګار شوی، څو بشري مرستې دوام ومومي او په هېواد کې د وضعیت له لا خرابېدو مخنیوی وشي.



