د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې، صالحمحمد ریګستاني د خپل عملیاتي قوماندان په توګه وټاکه.
د جبهې په حکم کې راغلي، چې دا پرېکړه د نظامي چارو د لا انسجام، د جبهې د همغږۍ د پیاوړتیا او د ریګستاني د تجربو او مخکینیو مسؤلیتونو په پام کې نیولو سره شوې ده.

احمد مسعود د جبهې د ټولو مسؤلینو او قوماندانانو غوښتي چې له ریګستاني سره د هغه د نوې دندې د ترسره کولو په برخه کې لازمې همکارۍ او همغږي وکړي.

ریګستاني د افغانستان د پخواني حکومت له سیاسي او پوځي څېرو څخه دی او په وروستیو کې یې له هندوکش څخه د مقاومت د دوام خبره کړې وه.


