بلوچستان کې د درې کلنې نجلۍ د نکاح پر سر د کورنیو شخړه؛ د هغې مشره خور وژل شوې

0
38

د بلوچستان په چمن ښار کې پولیسو یو سړی نیولی چې ادعا کېږي خپله درې کلنه لور یې د ۲۵ لکو پاکستانۍ روپیو ولور په بدل کې له یوه ۶۰ کلن سړي سره په نکاح کړې ده.

د پولیسو په وینا، د عبدالباقي په نوم دغه کس وروسته له هغه ونیول شو چې د درې کلنې نجلۍ د نکاح موضوع په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې هغه مهال پراخې شوې چې څرګنده شوه د نجلۍ ۱۵ کلنه مشره خور، شکریه بي بي، څو ورځې مخکې وژل شوې ده.

د چمن پولیس وايي، شکریه بي بي شاوخوا دوه کاله مخکې د همدې ۶۰ کلن سړي زوی ته د ۱۵ لکو روپیو ولور په بدل کې واده شوې وه.

د چارواکو په وینا، وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ د درې کلنې نجلۍ د نکاح پر سر اختلاف رامنځته شو او له همدې شخړې سره د شکریه بي بي د وژنې قضیه هم تړل شوې ده.

پولیسو د شکریه بي بي مېړه، کامران، د هغې د وژنې په تور نیولی دی.

د پولیسو په لومړني راپور کې ادعا شوې چې شکریه بي بي د اوسپنیزو سیخونو په وسیله وهل شوې او وژل شوې ده.

د بلوچستان چارواکي وايي، د درې کلنې نجلۍ د نکاح قضیه او د هغې د خور د وژنې دوسیه له یو بل سره تړاو لري او په دواړو پېښو کې پلټنې روانې دي.

پولیس هڅه کوي هغه ۶۰ کلن کس هم ونیسي چې د درې کلنې نجلۍ د نکاح په قضیه کې اصلي تورن بلل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ