د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو د موټر او یوه تېللېږدوونکي موټر ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله اووه افغان کډوال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو سازمان حالوش د معلوماتو له مخې، پېښه تېره جمعه د ایرانشهر ـ جکیګور پر لویه لار شوې ده.
راپور وايي، د افغان کډوالو موټر له تېللېږدوونکي موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې د موټر سپاره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې د قربانیانو د هویت او د ټپیانو د کره وضعیت په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.


