په ایټالیا کې د بم ایښودلو د ګواښ له امله لږ تر لږه ۳۰۰ ښوونځي تخلیه شوي

0
52

د ایټالیا حکومت وايي، د دغه هېواد لږ تر لږه ۳۰۰ ښوونځي د چهارشنبې په ورځ د بم ایښودلو د ګواښ له امله تخلیه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایټالیا د پوهنې وزیر جوزیپه والدی‌تارا ویلي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې دغه ګواښونه دروغجن دي، خو ښايي د اغېزمنو ښوونځیو شمېر نور هم زیات شي.

د راپور له مخې، ښوونځیو ته په استول شوي ګواښوونکي برېښنالیک کې د بم ایښودلو خبر ورکړل شوی و.

په روم کې یوه ښوونځي هم د پیغام له لارې د زده‌کوونکو کورنیو ته خبر ورکړی، چې ټول زده‌کوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي او د ښوونکو تر څارنې لاندې دي.

په ورته وخت کې، د شمالي ایرلنډ ګڼو ښوونځیو ته هم ګواښوونکي برېښنالیکونه استول شوي، خو د دغه هېواد ښوونیزو ادارو ویلي، پولیسو دغه ګواښونه باوري نه دي بللي او ښوونځیو ته یې د پرانیستې سپارښتنه کړې ده.

د ایټالیا د دفاع وزیر ګویډو کروزیټو ویلي، دا ډول ګواښونه د وېرې او اندېښنې خپرولو د یوې څرګندې ستراتیژۍ برخه ده؛ خو په وینا یې، د دغو پېښو تر شا تل بهرني هېوادونه یا دښمنې ډلې نه وي، بلکې ځینې کسان هم د پام رااړولو لپاره دا کارونه کوي.

دا پېښې په داسې حال کې دي، چې په وروستیو ورځو کې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې سوپرمارکېټونه، د وینې بانکونه، د هوايي تګ راتګ سیستمونه او ټلوېزیوني شبکې هم د سایبري بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.

د راپور له مخې، فرانسې هم په وروستیو کې د سایبري برید په تړاو د ایران سفیر احضار کړی و، خو تهران دغه تورونه رد کړي دي.

مسکو هم د اروپا د بې‌ثباته کولو په هڅو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ