افغانستان کې له نیمایي ډېر د ښوونځي عمر ماشومان له رسمي زده‌کړو محروم دي

0
55
Afghan girls make their way to home in Herat on November 3, 2014. Afghanistan's economy has improved significantly since the fall of the Taliban regime in 2001 largely because of the infusion of international assistance. Despite significant improvement in the last decade the country is still extremely poor and remains highly dependent on foreign aid. AFP PHOTO/AREF KARIMI

یونیسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښوونځي عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو محروم دي.

د دغو بنسټونو د افغانستان د ښوونې او روزنې د وضعیت د ۲۰۲۶ کال راپور ښيي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې دي.

راپور زیاتوي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې نجونې او ښځې پکې له لومړنیو زده‌کړو پورته له رسمي زده‌کړو منع دي.

د یونیسف او یونسکو په وینا، د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه، د ښوونې او روزنې په برخه کې کمه پانګونه او د نفوس زیاتوالی د افغانستان ښوونیز بحران پراخوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ