د امریکا او ایران ترمنځ خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ دي

0
19

د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې، سره له دې چې دواړو هېوادونو د جون په میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و، لا هم له ځنډ او خنډونو سره مخ دي.

دغه جګړه د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیل له ګډو هوايي بریدونو وروسته پیل شوې وه.

د دغو بریدونو په لومړۍ څپه کې د ایران ګڼ لوړپوړي چارواکي او پوځي قوماندانان، چې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي هم په کې شامل و، ووژل شول.

د راپور له مخې، دواړو لورو لا هم پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی، خو جګړه د لومړیو ورځو په څېر پراخې او شدیدې کچې ته نه ده رسېدلې.

امریکا وايي، د ایران د خلیج فارس او عمان سمندرګي پر بندرونو یې سمندري محاصره عملي کړې ده.

په مقابل کې، ایران د هرمز تنګي د کنټرول ادعا کوي او وايي، د دغه مهمې سمندري لارې له لارې پر تېرېدونکو بېړیو یې بریدونه کړي دي.

بلخوا، په یمن کې د سعودي عربستان په ملاتړ د حکومتي ځواکونو او د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو ترمنځ جګړې هم زور اخیستی دی.

حوثيانو په وار وار د سعودي عربستان پر پوځي تاسیساتو، د تېلو پر زېربناوو او ترانسپورټي تاسیساتو د بریدونو ادعا کړې ده.

د راپور له مخې، په سیمه کې د امریکا، ایران او د هغوی د متحدینو ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ