د کابل په تاریخي بالاحصار کلا کې د بیارغونې او لرغونپېژندنې د چارو پر مهال د افغانستان د څه باندې ۲۰۰۰ کلونو تاریخ اړوند ګڼ لرغوني آثار موندل شوي دي.
اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې په دغو آثارو کې لرغونې سکې، د بودایي مجسمو ټوټې، اسلامي لوښي، د عبادتځایونو پاتې شوني او د مغولي دورې د یوې ماڼۍ نښې شاملې دي.
د آغا خان د کلتور بنسټ د بالاحصار د تاریخي کلا د ساتنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي او پلان لري، چې دغه سیمه په لرغونپېژندنیز پارک بدله کړي.
د راپور له مخې، په دې پروژه کې د تاریخي دېوالونو بیارغونه او د افغان لرغونپېژندونکو د زدهکړې او روزنې چارې هم شاملې دي.


