د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، انیتا اناند، اعلان کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د کاناډايي وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د برابرولو په موخه له قطر سره هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
نوموړې په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې کاناډا له قطر سره د پانګونې یو مهم تړون هم لاسلیک کړی، چې له مخې به یې کاناډايي شرکتونه د قطر بازار ته پراخ لاسرسی ومومي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې د خلیج په سیمه کې د قطر د منځګړیتوب د رول ستاینه کړې او د سیمې د سولې او ثبات لپاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له قطر سره د قونسلي همکاریو هوکړه به د هغو پېچلو قونسلي قضیو په حل کې مرسته وکړي چې په افغانستان کې له کاناډايي وګړو سره تړاو لري.


