د ترکیې په استانبول ښار کې د زمري په څېر د یوه نامعلوم حیوان د لیدلو راپورونو وروسته، چارواکو د دغه حیوان د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي، خو تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.
د راپورونو له مخې، د استانبول د سارییر سیمې اوسېدونکو د یوه لوی او زمري ته ورته حیوان د لیدلو خبر ورکړی و، چې له امله یې امنیتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته ولېږل شوې.

ترکیې پولیسو د دغه حیوان د موندلو لپاره د تودوخې حساسو ډرونونو او پټو کمرې څخه کار واخیست.
په عملیاتو کې د ژغورنې ډلو او وترنرانو هم برخه اخیستې وه، خو له پراخو پلټنو سره سره ونه توانېدل چې حیوان پیدا کړي.
د استانبول د والي دفتر ویلي، د سیمې د څارنیزو کمرې انځورونه او د ساحوي پلټنو پایلې یې ارزولې دي، چې له مخې یې څرګنده شوې، لیدل شوی حیوان نه زمری و او نه هم د پیشوګانو د کورنۍ کوم بل لوی ځناور.

بلخوا، د استانبول څارنوالۍ د دغه حیوان د احتمالي خاوند د پېژندلو په موخه څېړنې پیل کړې دي، څو معلومه کړي چې ایا یاد حیوان د چا تر ساتنې لاندې و او څنګه په سیمه کې لیدل شوی دی.
چارواکو د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د هر ډول مشکوک یا نامعلوم حیوان د لیدلو په صورت کې سمدستي امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.


