د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د دغه هېواد د پراخې جغرافیې او ځانګړي جغرافیایي جوړښت له امله د ایران ځمکنۍ محاصره نږدې ناشونې ده.
عراقچي پر ټلېګرام لیکلي، له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران پراخې اړیکې د هغو لارو د پرانیستې ساتلو کې مرسته کوي چې د امریکا بندیزونه او محاصره یې د تړلو هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا د بندیزونو د اغېزو د مخنیوي تر ټولو غوره لاره دا ده چې بندیز لګوونکي هېوادونه د خپلو موخو له ترلاسه کولو ناهیلي شي او دې پایلې ته ورسېږي چې د بندیزونو وسیله اغېزناکه نه ده او په راتلونکي کې به هم اغېز ونه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه وزارت دنده دا ده چې د خبرو اترو او د بندیزونو د لرې کولو لپاره ډیپلوماټیکې لارې چارې پرانیزي.


