د بلوچستان بار شورا د جمعیت علمای اسلام د مشرانو او سیاسي فعالانو نیول کېدل په کلکه غندلي او اعلان یې کړی چې سبا، د نومبر په ۲۷مه، به د بلوچستان ټول محکمې تړلي وي.
د بار کونسل(شورا) په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیاسي مشرانو او فعالانو پر وړاندې روانې نیونې او فشارونه د اساسي قانون، د قانون د حاکمیت او دیموکراتیکو ارزښتونو خلاف دي.
شورا له پاکستاني حکومته غوښتي چې نیول شوي مشران دې ژر تر ژره خوشې کړي او د خلکو د اساسي او قانوني حقونو خوندیتوب دې یقیني کړي.


