خالد ځدراڼ شیخ حماسي ته: زموږ هدف باید د خلکو ګټل وي، نه د بحثونو ګټل

0
197

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د طالبانو حکومت د یوه ملاتړي شیخ حماسي د خبرو په غبرګون کې ویلي، چې د نېکۍ او حق بلنه باید په حکمت، نرمۍ، مینه او ښه اخلاقو وشي، نه په زور، سپکاوي او سختو خبرو.

ځدراڼ په خپل پوسټ کې ټینګار کړی، چې د خلکو د اصلاح لپاره باید د هغوی تېروتنې په نرمۍ ورپه ګوته شي او د اختلاف پر مهال زغم او حوصله وښودل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دعوت موخه باید د خلکو زړونه ګټل وي، نه په بحثونو کې پر هغوی بریا ترلاسه کول.
ځدراڼ دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې حماسي د کرکټ پر یوه لوبغاړي تندې نیوکې وکړې او هغه يې له هندو هم بد وباله خو د لوبغاړي نوم يې وانخیست.
د ښاغلي حماسي وينا ډېر افغانان اړ کړل چې په خواله رسنيو کې تاوده غبرګونونه وښيي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ