افغانستان د ال‌نینو پدیدې د احتمالي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي پلان جوړ کړی

0
34

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ال‌نینو اقلیمي پدیدې د احتمالي اغېزو پر وړاندې د افغانستان د چمتووالي پلان وړاندې کړی دی.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه پلان د یادې ادارې د رییس ملا نورالدین ترابي او د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو د استازو په ګډه غونډه کې وړاندې شوی دی.

په پلان کې د احتمالي سېلابونو د خطرونو ارزونه، د زیانونو راکمولو لارې چارې او د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د وختي اقداماتو ترسره کول شامل دي.

د دغې ادارې رییس ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې د بشري مرستو ترڅنګ، د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو پروژو ته هم پاملرنه وکړي.

د غونډې ګډونوالو هم د پلان په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي او د پلي کېدو لپاره یې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ال‌نینو هغه اقلیمي پدیده ده چې د ارام سمندر د اوبو د تودوخې د لوړېدو له امله رامنځته کېږي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او وچکالیو لامل کېدای شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ