بنګله‌دېش: که شیخ حسینه هېواد ته ستنه شي، وبه نیول شي

0
28

د بنګله‌دېش حکومت وايي، که پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه له هند څخه خپل هېواد ته ستنه شي، وبه نیول شي او زندان ته به ولېږدول شي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې، شما عبید اسلام رویټرز ته ویلي، حکومت یې له هند څخه د حسینې د سپارلو غوښتنه کړې او تمه لري چې نوي ډیلي به د دواړو هېوادونو د استرداد تړون ته ژمن پاتې شي.

د هغې په وینا، شیخ حسینه چې په ۲۰۲۴ کال کې د پراخو لاریونونو پر مهال له بنګله‌دېش څخه هند ته وتښتېده، په دغه هېواد کې د اعدام له سزا سره مخ ده او که بېرته ستنه شي، سمدستي به ونیول شي.

حسینې د ۲۰۲۴ کال د پاڅون پر مهال له واکه د لرې کېدو په پایله کې هېواد پرېښود.

له هغه وروسته یې د ډسمبر په میاشت کې د بېرته ستنېدو لپاره د نوي پاسپورټ او پېژندپاڼې غوښتنه کړې، خو حکومت یې رد کړې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د هغه پاڅون پر مهال تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وو.

د حسینې د عوامي لیګ ګوند پلویانو د هغې د بېرته ستنېدو په ملاتړ لاریونونه پیل کړي دي.

سیمه‌ییزې رسنۍ وايي، په تېرو لسو ورځو کې د بنګله‌دېش په لږ تر لږه ۲۸ ولسوالیو کې د چاودنو او اورلګېدنو لسګونه پېښې ثبت شوې چې له امله یې یو شمېر پولیس او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بلخوا، د بنګله‌دېش حکومت د روهینګیا کډوالو د بېرته ستنېدو په تړاو پر میانمار خپل ډیپلوماتیک فشارونه هم زیات کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره وايي، د عدالت نړیوالې محکمې وروستۍ پرېکړې د روهینګیا مسلمانانو د حقونو د دفاع لپاره د بنګله‌دېش او دغې ټولنې دریځ پیاوړی کړی دی.

اوس مهال شاوخوا ۱.۲ میلیونه روهینګیا کډوال په بنګله‌دېش کې مېشت دي، خو په میانمار کې کورنۍ جګړې او د اراکان پوځ د نفوذ پراختیا د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر ستونزمن کړی دی.

شما عبید اسلام وايي، میانمار د روهینګیا کړکېچ رامنځته کړی او د پای ته رسولو مسوولیت یې هم پر غاړه دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ