د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په خونړۍ پېښه اوښتې او په پایله کې یې یو کس وژل شوی دی.
د طالبانو حکومت د کونړ امنیه قوماندانۍ وایي، پېښه د وټهپور ولسوالۍ په ترۍ سیمه کې رامنځته شوې، چې د شخړې پر مهال یو کس د ډزو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې قوماندانۍ په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو پنځه کسان نیولي او په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.


