ایران: دښمنان د اقتصادي فشارونو له لارې د بې‌ثباتۍ رامنځته کولو هڅه کوي

0
32

د ایران د سپاه پاسداران مرستیال قوماندان، تورن جنرال مصطفی ایزدي، وايي چې د دغه هېواد دښمنان د اقتصادي فشارونو په زیاتولو او د خلکو د باور په کمزوري کولو سره په ایران کې د بې‌ثباتۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایزدي له قوله راپور ورکړی چې تهران له دغو هڅو سره مخ دی.

بلخوا، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د هرمز تنګي په اوبو کې د تېلو دوو ټانکرونو اور اخیستی دی.

د ایران سمندري ځواک ویلي چې دغه ټانکرونه د هرمز تنګي ختیځ لوري ته یوې ممنوعې سیمې ته ننوتي وو.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د نوي کال تر رارسېدو پورې له ایران سره هوکړه ونه شي، دی په نوي کال کې د جګړې بیا پیلولو ته لېوالتیا لري.

د ایران سپاه پاسداران هم ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د هوايي دفاع پر راداري سیستمونو بریدونه کړي او د هرمز تنګي پر سر یې یوه امریکايي «پریډېټر» بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ