د طالبانو حکومت دفاع وزارت د پوځي همغږۍ او پیاوړتیا په موخه درې ورځنۍ امنیتي غونډه کړې

0
45

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي، د دغه وزارت د رهبرۍ، مرکزي ریاستونو، ساحوي قول اردوګانو او بېلابېلو پوځي قطعاتو د مسوولینو په ګډون درې ورځنۍ امنیتي او مشورتي غونډه ترسره شوې ده.

د خوارزمي په وینا، دغه غونډه د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د همغږۍ، اطاعت، پوځي نظم او د دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د بېلابېلو پوځي قطعاتو او جزوتامونو مسوولینو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او کاري اړتیاوې له مشرتابه سره شریکې کړې او د دفاع وزارت رهبرۍ د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او لومړي مرستیال ملا حمیدالله اخندزاده له پوځي مسوولینو غوښتي، چې د پوځي نظم او ډسپلین، اطاعت او مسوولیت‌پالنې ترڅنګ د خپلو ځواکونو د مسلکي وړتیاوو او چمتووالي د لوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

https://twitter.com/MoDAfghanistan2/status/2124457723731566987/photo/4?s=19

همداراز د طالبانو حکومت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د پوځي قطعاتو ترمنځ پر همغږۍ، د دندو پر سم ترسره کولو او د نظامي اصولو پر رعایت ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې د دغه وزارت رهبرۍ د دوی په وینا، د اسلامي اردو د پیاوړتیا، ودې او پرمختګ لپاره یو شمېر مهمې پرېکړې هم کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ