د ایران د ښځو او کورنیو چارو مرستیاله زهرا بهروزآذر وايي، د امریکا او اسرائیل په جګړه کې پر دغه هېواد تر اوسه ۶۲۳ ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
نوموړې د جګړې د قربانیانو د درناوي په یوه مراسمو کې ویلي، د وژل شویو ماشومانو په ډله کې د ایران د سوېل په میناب ښار کې د دوو ښوونځیو زدهکوونکي هم شامل دي.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بهروزآذر د ماشومانو مرګژوبله یوه ترخه پېښه بللې او ویلي یې دي، چې ګڼ ژوندي پاتې شوي ماشومان د بدن د غړو پرې کېدو، هډوکو ماتېدو او سختو سوځېدنو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغې ټینګار کړی، چې د ټپیانو ماشومانو درد او رواني صدمې تر ډېره له خلکو پټې پاتې دي او په وینا یې، د دغو ماشومانو د ټپونو او کړاوونو په اړه غږ پورته کول د ټولو مسوولیت دی.


