د امریکا تر پوځي ساتنې لاندې د ادنوک بېړۍ د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي

0
50

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د ملي تېلو شرکت «ادنوک» هڅه کوي، د ایران د بریدونو له ګواښونو سره سره د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد روان وساتي.

د راپور پر بنسټ، ادنوک په دې وروستیو کې د خپلو تېل‌وړونکو بېړیو شمېر زیات کړی او د دې سمندري لارې د امنیتي خطرونو د منلو ترڅنګ یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی؛ په داسې حال کې چې د تېلو یو شمېر نور لېږدوونکي شرکتونه د بریدونو له وېرې له دې لارې د تېرېدو ډډه کوي.

وال‌سټریټ ژورنال وايي، د ادنوک بېړۍ د امریکا تر پوځي ملاتړ لاندې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي او امریکايي ځواکونه یې د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو پر وړاندې ساتنه کوي.

د راپور له مخې، د دغو عملیاتو موخه د هرمز تنګي د تګ راتګ په برخه کې د ایران د نفوذ محدودول دي؛ خو دغه ماموریت د بېړیو او عملې لپاره له جدي امنیتي ګواښونو سره مل دی.

ورځپاڼې لیکلي، تېره اوونۍ د سې‌شنبې په ماښام د ادنوک یوه بېړۍ هم په برید کې په نښه شوې چې له امله یې د بېړۍ ۱۱ کارکوونکي ټپیان شوي او یو بل کس نادرکه شوی دی.

د ادنوک د عملیاتو له بهیر سره د بلدو سرچینو په حواله، د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې د دغه شرکت تر ۲۰ ډېرې بېړۍ په بریدونو کې په نښه شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ