د طالبانو حکومت د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال درې وسلهوال غله د متقابلو ډزو په پایله کې وژل شوي دي.
د ځدران په وینا، دغو کسانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د لیسه مریم په سیمه کې د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کړی و، چې په پایله کې یې د بانک دوه کارکوونکي وژلي او پیسې یې لوټ کړې وې.

نوموړي زیاته کړې، چې وژل شوي کسان په نورو وژنو او جرمي فعالیتونو کې هم ښکېل وو او په بغلان ولایت کې د نورجان په نوم کس، چې په طیب مشهور و، د وژنې په پېښه کې یې د لاس لرلو شک هم شته.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د دغې ډلې په تړاو یوه اوونۍ وړاندې هم اووه کسان نیول شوي وو، چې له څېړنو وروسته محکمې ته معرفي شوي دي.


