تاجکستان ته د پوتین سفر؛د افغانستان پوله او د چین پوځي نفوذ د مسکو د اندېښنو په محور کې

0
45

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۰مه تاجکستان ته په کاري سفر تللی او د دغه هېواد له ولسمشر امامعلي رحمان سره یې په دوشنبه کې لیدلي دي.

د دواړو ولسمشرانو د خبرو مهم موضوعات د افغانستان او تاجکستان پر پوله امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو قاچاق پر وړاندې مبارزه، د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې راتلونکی او دوه‌اړخیزې اړیکې وې.

د شنونکو په باور، د پوتین د دې سفر تر شا یوازې د افغانستان او تاجکستان پر پوله امنیتي اندېښنې نه دي؛ بلکې په تاجکستان او په ټوله منځنۍ اسیا کې د چین د مخ پر زیاتېدونکي امنیتي او پوځي نفوذ موضوع هم د مسکو د پام وړ ده.
چین په وروستیو میاشتو کې له تاجکستان سره د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ