د ډنمارک او روسیې ترمنځ ډیپلوماټیک کړکېچ وروسته له هغې نوی پړاو ته داخل شوی چې کوپنهاګن د روسیې د سفارت پوځي اتشه له دغه هېواده ایستلی دی.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن ویلي، د روسیې د پوځي اتشې د ایستلو پرېکړه یې کړې ده.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې ډنمارکي پولیسو د تېر سپټمبر په میاشت کې د یوه امریکایي ـ اوکرایني ریپ سندرغاړي د وژلو د یوې ادعا شوې دسیسې د شنډولو خبر ورکړی و.
د ډنمارک د ملي امنیت او استخباراتو ادارې (PET) ارزونه دا ده چې د وژنې دغه پلان د روسیې د استخباراتي ادارو له خوا طرحه او تنظیم شوی و.
د ډنمارکي چارواکو په وینا، د دې پلان د عملي کولو لپاره د دغه هېواد له یوې ممنوعه جنایي ډلې سره تړلي کسان ګومارل شوي وو.
د راپورونو له مخې، پولیسو د سپټمبر په ۲۵مه د سندرغاړي د کنسرت له پیل څو شېبې مخکې درې کسان نیولي او په یوه موټر کې یې دوه تومانچې او چړې موندلې وې.
د پېښې په تړاو دوه ډنمارکي وګړي د وژنې د هڅې او له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په تور نیول شوي، خو هغوی خپل تورونه رد کړي دي.
په ورته وخت کې، په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت د ډنمارک ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د روسیې د لاس لرلو لپاره هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې نه غواړي له روسیې سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي، خو د پوځي اتشې ایستل یې مسکو ته د یوه جدي اعتراض او خبرداري په توګه دي.


